مونږ څه کوو

ځینې ​​وختونه موږ بند پاتې یو، ناکراره او وارخطا یو
ځیني وخت نه پوهیږو د خپل وضعیت د خه کیدو لپاره څه وکړو
ځیني وخت اړتیا لرو چې د چا سره خبرې وکړو

یو څوک چې د باور وړ، محرم او پاملرونکی وي
د چا سره کولای شو چې د ژوند ستونزمنو اړخونو ته نظر وکړو
د هغه چا سره چې مسلکي او تجربه لرونکی وی

دردناک تجربې، شخصي ستونزې، کورنۍ شخړې، فشار، د خوب ستونزې او د ژوندانه ستونزمن بدلون کولی شي موږ له نورو څخه جلا کړي.

د انعکاس او خبرو اترو له لارې د ځان تجدید او تمدید مونږ هڅوي او توان راکوي او مونږ سره مرسته کوي چې هغه تګلارې ومومو چې خپلو منابعو ته د حل لارې او بیا لاس رسی ترلاسه کړو

زمونږ د Ipso-care مسلکي او خه روزل شوي مشاورین ستاسو په چوپړ کښې دي

یوازې نوم لیکنه وکړئ او دننه شئ.

Ipso care

زموږ ویب پاڼې ته د ننوتلو سره تاسو د بیلابیلو هیوادونو څخه د ژمن خواخوږو او مسلکي مشاورینو سره په پوره توګه خوندي ځای ته ځئ. هغوی تاسو سره د ژوند په ستونزمنو حالاتو کې د فردي او ټولنی
سلامتیا د لارو په موندنه کې مرسته کوي.

زموږ موخه دا ده چې خلکو ته وړتیا ورکړو چې خپلې ستونزې او شخړې حل کړي، د خپلو کورنیو، ملګرو او عزیزانو سره فعاله او ګټورې اړیکې رامینځته کړي او وساتي، پریکړه وکړي چې څه وکړي او د دې وړتیا ولري چې د دوی په ژوند باندې د خپل شخصي ارزښتونو پر بنسټ اغیزه وکړي.

مونږ یوه داسې منبع او د ستونزو د حل کولو آزاده مشورتي تګلاره تعقیبوو کوم چې ملاتړ کوونکی، د قضاوت پرته او په بشپړه توګه محرم دی.

د ipso-care مشاورین خه روزل شوي مسلکي کسان دي کوم چې په دوامداه توګه د رواني روغتیا په څانګه کښې د تجربه لرونکو متخصصینو لخوا څارل کیږي.

د Ipso-care شخصي او کلک محرم، آزاده تیلي ویډیو جلسات د مراجعینو د څانګې له لارې وړاندي کوي

لرلید او ماموریت

لرلید:

زموږ لید د ټولو عمرونو خلکو لپاره د باور وړ، خوندي او مسلکي آنلاین مشورې خدمتونه، اقتصادي او قومي شالید او ټوله نړۍ کښې معنوي دودونه را مینځته کول دي

ماموریت

مونږ هیمونږ هیله مند یو چې یو داسې نړۍ سره مرسته وکړو په کوم کښې چې خلک یې هوښیار، خلاق، د خپلو ځانونو او چاپیریال مسئولیت اخیستونکي دي، د خبرو اترو ته د رسیدو په موخه چې نورو او نړیواله-لیوال-زیرک-انسان دوستانه پورې اړه لري. مونږ د خپلې مسلکي او متعهدې ډلې پر مټ کلتوري بیان او فکر هڅوو. مونږ د پاملرنې په برخه کښې مرسته کوو.

د لارښود اصول

موږ انفرادي او محلي کلتوري بیان، کلتوری ډیالوګ، او د شخصي او ډله ایزو ارزښتونو انعکاس هڅوو.

حساب ورکونه، روڼتیا، د بیان ازادي، مساوي حقونه، سوله او په شخصي او ډله ییزه کچه پخلاینه زموږ د لارښود اصول دي.